د ننګرهار پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې له لورې د شینوارو پېښې د شپيتو قربانیانو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

rahyab
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۶ - ۹:۴۹
2

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل په لارښوونه د شینوارو ولسوالۍ د وروستۍ پېښې د شپیتو قربانیانو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه چې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو وریجې، ۲۰ کیلو بوره،۲۰ کیلو لوبیا، ۲۰ کیلو غوړي، ۲ کیلو چای او ۲۰ کلچې صابون ورکړل شو، همدا راز به ډېر ژر د مرکز له لورې ورسره نغدي مرستې هم ترسره شي.
همدا راز د پېښو پر وړاندې د چمتوالې ادارې په همغږۍ په مرکز جلال اباد ښار کې د WFP ادارې له لورې د طبعي پېښو پر مهال پنځه زیانمن شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه چې هرې کورنۍ ته ۱۸۴ کیلو وړه، پنځه ویشت کیلو دال، اتلس کیلو غوړي او دوه کیلو مالګه ورکړل شوه.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۲:۳۰
Background image

د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۰۰ کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د OCHR مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت په پاتو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳۶ زیانمنو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د افغان سوله جوړونکې بشري مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۱۸
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په خاک‌جبار ولسوالۍ کې د پېښو د خطرونو کمولو د پروژو پلي کولو لپاره د پېښو له خطر سره د مخ سیمو سروې وکړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست یو پلاوی، چې د کابل ولایت مقام استازی، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .