د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۳۴ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته د خوراکي او غیرخوراکي توکو بیړنۍ مرستې وېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د عمومي رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وروستیو جګړو له امله داخلي بېځایه شویو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې۲۶۴ کورنیو هرې یوې ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۳.۵ کیلو بوره، ۴ کلچې صابون او ۱۴۰ کورنیو هرې یوې ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱۲.۵ کیلو وریجې، ۳.۵ کیلو بوره، ۴ کلچې صابون او همدارنګه ۲۳۰ کورنیو هرې یوې ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وریجې، ۳.۵ کیلو بوره او ۴ کلچې صابون ووېشل شو.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۰۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
