د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۴۵ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ASIO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دي، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د پلخمري ښار په شمرق سیمه کې ۸۴۵ مستحقو کورنیو ته د درېیم پړاو نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۲۹۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره دوه میلویونه او څلورلکه او پنځوس زره او پنځه سوه (۲,۴۵۰,۵۰۰) افغانۍ نغدي پیسې ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۰۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
