د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۷ زیانمنو کورنیو ته د غیری خوراکي توکو مرستې ووېشلې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۴۶
news image

 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د RRAA مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په کوزکنړ او سرخرود ولسوالیو کې ۳۵۷ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته غیر خوراکي مرستې ووېشلې. 
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، یو لوی روغتیایي کيټ چې پکې ۱۰ کلچي صابون، ۱ عدد صابون داني، ۶ عدده انډر ویر، ۱ عدد بيک، ۷ کلچي د کالیو وینځلو صابون،۱ عدد پلاستيکي ۲۰ لیټره بشکه، ۱ عدد  پلاستيکي سطل، ۱ تاملوت، ۴ بنګله د ښځو ځانګړي بهداشتي توکي، ۴ کارتنه دوه متره مربع ټوکر، ۳ عدده د لويانو د غاښونو برسونه، ۴ عدده د ماشومانو د غاښونو برسونه، ۲ عدده د غاښونو کريم، ۲ دست پاکي، ۲ بوتله شامپو، ۱ عدد د ماشومانو کمود او د څښاک اوبو د پاکوالي لپاره ۱ پاکټ کلورین ټابليټ شتون درلود او یو کوچنی روغتیایي کیټ چې پکې ۵ کلچې ډيټول صابون، ۲ تختې کاټن ټوکر، ۳ عدده د لويانو لپاره د غاښونو برسونه، ۱ عدد د غاښونو کریم،۱ عدد د ښځو ځانګړي بهداشتې توکي، ۱ تخته دست پاک، ۲ بوتله شامپو، ۱ عدد سولر ګروپ، ۶ عدده انډر وير او ۱ بيګ شتون درلود ووېشل شول.

نېټه: ۱۴۴۷/۵/۲۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .