د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت بېلابېلو ولسوالیو اړوند ۲۳ کورنیو ته چې د ماینونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته، له ۱۰,۵۰۰ نه تر ۳۴,۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال ۴۷۷,۷۸۰ افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره په پام کې نیول شوي وې.
نېټه:۱۴۴۶/۹/۲۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره