د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٣٢٣ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۲۳:۲۷
NA

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د UN-HABITAT موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د سرخرود ولسوالۍ اړوند ٣٢٣ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته د لومړي قسط ٣٠٠ امریکایي ډالر د مسؤلینو په شتون کې ووېشل شول، چې ټولټال ٩٦,٩٠٠ ډالر د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړي شوي وو. 
 د یادونې وړ ده، چې یادې مرستې له دې کورنیو سره د کورونو د ترمیم په موخه ترسره شوې. 

نېټه: ۱۴۴۶/٨/١٩
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۶:۵۹
Background image

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۰۳ اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکشن اېډ (Action aid) موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۶:۳۱
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۰ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، یاد ولایت ته له ایران څخه په اجباري توګه راستنېدونکو ۵۰ کورنیو ته تر سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۶:۲۶
Background image

د سمنگان ولایت په مرکز کې د یو استنادي دیوال د ترمیم کار پیل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د مرکز په آسیای عرب سیمه. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .