د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ۲۲۰ زیانمنو کورنیو سره نغدي مرستې وکړې
په ننګرهار ولایت، سره رود ولسوالۍ کې د بېوزلو کورنیو لپاره د IRC موسسې په مالی مرسته د خوراکي توکو د برابرولو په خاطر نغدي مرسته ترسره شوه په دې پروسه کي هرې یوې کورنۍ ته (۲۷۰۰) افغانۍ ورکړل شوې.
ددې مرستې له ګټو اخیستونکو کورنیو شمېر ۲۲۰ کورنۍ وو چې جمله (۵۹۴۰۰۰) افغانۍ مرسته پرې وویشل شوی
دا مرسته د بېوزلو کورنیو لپاره دوهم قسط وو او د راتلونکې کې د نورو مرستو پلان هم شته.
نیټه: ۱۴۴۶/۵/۱۸ هــ ق
له پیښو سره دمبارزې آمادګۍ ملي اداره