د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مهمندرې ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې د ټولنې په کچه د ژغورنې کېټونه ووېشل

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۴۲
image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د SCI مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په همکارۍ، د مهمندرې ولسوالۍ د ګردي غوث، بیلې او هزارنو سیمو کې د ټولنې په کچه د بیړنیو پېښو پر مهال د چټکې ځواب وینې او د ژغورنې د ظرفیت د لوړولو په موخه د ژغورنې کېټونه ووېشل.

په دې بهیر کې، د مسؤلینو په شتون کې د ژغورنې او بیړنیو حالاتو د مدیریت لپاره د اړینو تجهیزاتو کېټونه چې، خېمې، ترپالونه، کمپلې، سفري کمپلې، د اوبو بوشکې، سولري څراغونه، بیړنۍ راډیوګانې (VHF)، د اور وژنې وسایل، بیلچې، کلنګونه، زینې، لاسي او د سر څراغونه، حفاظتي خولۍ، کاري واسکټونه، ربړي او چرمي دستکشې، ربړي موزې، د لومړنیو مرستو بکسونه (First Aid Kit)، د اوبو کولرونه او نور اړین توکي په کې شامل دي، ووېشل شول.

د دغو تجهیزاتو د وېش موخه، په سیمه کې د رضاکارانو او ټولنیزو ژغورنې ټیمونو پیاوړتیا، د قدرتي پېښو پر مهال د چټکې ځواب وینې وړتیا لوړول او د خلکو د ژوند او شتمنیو د خوندیتوب لپاره د لازم چمتووالي نیول دی.

د سیمې اوسېدونکو د دغو ژغورنیزو تجهیزاتو له برابرولو خوښي څرګنده کړه او د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او SCI مؤسسې څخه یې مننه او قدرداني وکړه.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .