د ننګرهار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۲۷ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۳۹
news image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي همکارۍ، د دره نور ولسوالۍ د بېلا بېلو کلیو اړوند ۷۲۷ زلزله ځپلو کورنیو ته د ژمنیو توکو برابرولو لپاره نغدې مرستې ووېشلې.
د مرستو په دې ویش کې د مسولینو په شتون کې هرې مستحقې کورنۍ ته ۱۳,۱۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال نه میلیونه او پنځه سوه درې ویشت زره او اووه سوه (۹,۵۲۳,۷۰۰) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
مرسته‌ اخیستونکو کورنیو د یادو مرستو له ترلاسه کولو وروسته خوښي څرګنده کړه او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او IOM څخه یې د هغوی اړتیاوو ته پر وخت د رسېدنې په پار قدرداني وکړه. 

نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۲۲ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۲:۳۷
Background image

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې او د جوزجان ولایت د محترم مقام د حکم پر بنسټ، د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۲:۲۴
Background image

د بلخ ولایت په چهارکنت ولسوالۍ کې ۶۱ زلزله ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IOM، SFL-WFP، UNFPA-BDN، UNICEF او د ماشومانو د ملاتړ سازمانونو او بنسټونو په ملاتړ، د یاد ولایت په چهارکنت ولسوالۍ کې د وورستۍ زلزلې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۲:۰
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په شولګره ولسوالۍ کې ۲۲۸ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشل شوې

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د (Welt Hunger Hilfe (WHH موسسې په ملاتړ، په شولګره ولسوالۍ کې د وروستۍ زلزلې له امله ۲۲۸ زیانمنو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .