د ننګرهار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۲۷ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې
د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي همکارۍ، د دره نور ولسوالۍ د بېلا بېلو کلیو اړوند ۷۲۷ زلزله ځپلو کورنیو ته د ژمنیو توکو برابرولو لپاره نغدې مرستې ووېشلې.
د مرستو په دې ویش کې د مسولینو په شتون کې هرې مستحقې کورنۍ ته ۱۳,۱۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال نه میلیونه او پنځه سوه درې ویشت زره او اووه سوه (۹,۵۲۳,۷۰۰) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
مرسته اخیستونکو کورنیو د یادو مرستو له ترلاسه کولو وروسته خوښي څرګنده کړه او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او IOM څخه یې د هغوی اړتیاوو ته پر وخت د رسېدنې په پار قدرداني وکړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۲۲ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
