د میدان وردګ ولایت په چک ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله د زیانمنو سیمو د پاک کارۍ چارې بشپړې شوې

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې د آمادګۍ ریاست، د چک ولسوالۍ د بېکسمند حوزې په سیمه کې ۳۵ کیلومتره سړک، سربندونه، ویالې او کاریزونه چې څه موده وړاندې د ویجاړوونکو سېلابونو له امله زیانمن او تړل شوي وو، د پاک کارۍ چارې یې بشپړې او د ګټې اخیستنې وړ وګرځول شول.
د یاد ریاست رئیس، مولوي فیضالله جلالي، له خپلو تخنیکي کارکوونکو سره یو ځای د یادې سیمې لیدنه وکړه، او له نږدې یې د سېلابونو له امله د تړل شویو سرکونو، ویجاړ شویو سربندونو، کاریزونو، ویالو، کرنیزو ځمکو، او د یو شهید شوی مسجد، یو مکتب او یوې مدرسې حالت وڅېړه.
په دغه پروژه کې، د ۳۵ کیلومتره تړل شویو سړکونو د پاک کارۍ لپاره یو عراده اسکواټور په ورځني ډول د ۲۲۰۰ افغانیو په کرایه ونیول شو، او ۵۲ تنه کارګران د خوراکي توکو په بدل کې د کوچنیو کارونو لپاره وګمارل شول.
یاده پروژه د سېلاب ځپلو سیمو د بیا رغونې، زیانمنو خلکو ته د رسېدنې او د ژوند عادي حالت ته د ستنېدو لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.
نېټه: ۱۴۴۷/۱/۱۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره