د میدان وردګ ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د سختو واورو له امله ۴۰ کیلومتره تړل شوي فرعي سړکونه د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شول
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مقام په لارښوونه، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ولایت مقام سره په همغږۍ، د یاد ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د زیاتې واورې د ورښت له امله تړل شوي د دشت مزار سیمې ۴۰ کیلومتره فرعي سړکونه له واورو څخه پاک او د خلکو او نقلیه وسایطو د تګ راتګ پر مخ بېرته پرانیستل.
په دشت مزار ساحه کې ۷ لویې حوزې شتون لري چې له ۱ متر او ۲۰ سانتي واورې څخه تر ۱ متر او ۵۰ سانتي متره د واورې ورښت شوی و، چې د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست د مسؤلینو د هڅو په دوام کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مقام له لوري د ځانګړې شویو ۸۰۰ لیټره تیلو په کارولو سره فرعي سړکونه د خلکو او موټرو د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شول.
د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رئیس مولوی احمد شاه ذهین ټینګار وکړ، چې د خپل کاري ټیم سره په ګډه به په نورو ولسوالیو کې هم هغه فرعی سړکونه د خلکو او نقلیه وسایطو د تګ راتګ په مخ خلاص کړي چې له ستونزو سره مخ دي.
ځایي اوسېدونکو د خلکو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له هڅو مننه او قدرداني څرګنده کړه.
نیټه: ۱۴۴۷/۰۸/۱۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
