د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې
د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت اړوند هغو ۱۲۰ کورنیو ته چې د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲ بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، ۱ عدد شل لیټره د اوبو سطل، ۱ عدد لس لیټره د اوبو بوشکه، ۴۰ پاکټه د کلورین ټابلیټ او ۲ جلد د حفظ الصحي بروشر وویشل شول.
د مرستو د وېش پر مهال، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، مولوي فیض الله جلالي د طبيعي او غیر طبیعي پېښو له امله د زیانمنو کورنیو سره خپله خواخوږي وښوده او زیانمنو کورنیو ته یی ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت تل هڅه کوي چې ستاسو ستونزو ته رسېدنه وکړي او په راتلونکې کې به هم د نورو مرسته زمینه برابره کړي.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۴/۰۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
