د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله د زیانمنو کورنیو سروې پیل کړه
د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د مقام په لارښوونه، په مرکز میدان ښار او بېلابیلو ولسوالیو کې د وروستیو ورښتونو او سیلابونو له امله د زیانمنو کورنیو سروې او تثبیت بهیر پیل کړ.
د یادونې وړ ده، چې تېره اونۍ د میدان وردګ ولایت په مرکز او بېلابیلو ولسوالیو کې بارانونو او سېلابونو یو شمېر کورنۍ زیانمنې کړې دي.
د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس مولوی احمد شاه ذهین د وروسیتو ورښتونو او سیلابونو زیانمنو کورنیو ته ډاډ ورکوی چې تر سروې وروسته به د زیانمنو کورنیو سره د اړتیا وړ توکو مرسته تر سره شي.
نېټه:۱۴۴۸/۲/۱۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
