د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست  ١١٦ مستحقو کورنیو ته د خوراکی او غیری خوارکي توکو مرستې ووېشلې 

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۱
123

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداري د لوی رئیس، الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونو له مخې، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبازرې آمادګۍ ریاست د دې ولایت اړوند ١١٦ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۱ بورې۵۰ کیلویی اوړه، یو عدد د یونیسف مؤسسې روغتیایي کیټ، دوه جلده د یونیسف روغتیایي بروشرونه او همدارنګه لوستو مرستو ترلاسه کوونکو وګړو ته  ۱۵ جلده له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملی ادارې معلوماتي بروشرونه د معلوماتو د زیاتوالي په موخه ووېشل شول.

د یادو توکو د وېشلو پر مهال، د یاد وله پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست محترم رئیس مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو ته وویل چې دا مرستې ستاسو لپاره ځانګړی شوې وې او همدارنګه موږ تل هڅه کوو چې په راتلونکي کې هم له مستحقو کورنیو سره مرسته ترسره کړو او لاس نیوی یی وکړو.

نېټه: ۱۴۴۷/۷/۲۵ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .