د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٥٠ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې و وېشلې
د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، ٥٠ زیانمنو کورنیو ته، د محمدآغه او خوشي ولسوالیو کې خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
باید و ویل شي، چې دغه لړۍ د مسؤلو کسانو په شتون کې، هرې کورنۍ ته یوه بورۍ ٥٠ کیلویي اوړه، ٢ کیلو آش، ٦ پاکټه بیسکویټ، ٢ تختې کمپلې او د یونیسف یوه بسته روغتیایي کیټ و وېشل سو.
نېټه: ١٤٤٦/٦/٢٦
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره