د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۷ زیانمنو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۳۴
news image

 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ناروې د کډوالو شورا (NRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په علینګار، عليشنګ او دولت شاه ولسواليو کې ۷۷ زيانمنو کورنيو ته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، له سروې وروسته د مسوولینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۹,۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال اووه سوه  څلور پنځوس زره او شپږ سوه (۷۵۴,۶۰۰) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې. 

نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۲۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۲:۳۸
Background image

د کاپیسا، پنجشېر او پروان ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو د کارکوونکو لپاره بشردوستانه مرستو ته د لاسرسي او خوندیتوب په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو

بشردوستانه مرستو ته د لاسرسي او خوندیتوب د څو اړخیزه ورکشاپ تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لخوا د جنیوا کال مؤسسې او د پروان ولایت له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۲:۲۰
Background image

د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې د پلچک جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د ده سبز ولسوالۍ په ترکو کلي کې د پلچک جوړونې کار چې ۴ متره پلنوالی، ۵ متره اوږوالی او ۱.۷۵ متره لوړوالی لري تر بشپړېدو وروسته رسما. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۸۵ اړمنو کورنیو ته نغدې او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د AWEC موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په تګاب او. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .