د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۷ زیانمنو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ناروې د کډوالو شورا (NRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په علینګار، عليشنګ او دولت شاه ولسواليو کې ۷۷ زيانمنو کورنيو ته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، له سروې وروسته د مسوولینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۹,۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال اووه سوه څلور پنځوس زره او شپږ سوه (۷۵۴,۶۰۰) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۲۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره