د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست اجباري راستنېدونکو ۷۰ کورنيو ته خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۳۹
news image

 د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په قرغيو ولسوالۍ کې د کډوالو لپاره په سرخکانو پنډغالي کې له ګاونډیو هېوادونو څخه یاد ولایت ته په اجباري توګه راستنېدونکو ۷۰ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، له سروې وروسته د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۵۰ کيلو اوړه او ۵ ليتره غوړي وويشل شول.
مرسته اخيستونکو د دې مرستو په ترلاسه کولو سره خوښې وښوده او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه یې مننه او قدرداني وکړه او ویې ویل چې په دې پنډغالي کې د مسؤلینو له لوري له کډوالو سره په هره برخه کې لازمي مرستې ترسره کېږي.

نېټه: ۱۴۴۷/۴/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۳۷
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۲۰۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د SFL-WFP مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په چهاربولک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۹۸ بېځایه شویو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د UNICEF ،CHA او د GAALO دفترونو په ملاتړ، د دې ولایت په علیشېر ولسوالۍ کې د وروستیو جګړو له امله ۹۹۸ بېځایه شویو کورنیو ته، له سروې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۳۷
Background image

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۷ بېځایه شویو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشلې

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د AWCPO موسسې په تخنیکي همکارۍ او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ، د دې ولایت په میرزکه ولسوالۍ کې ۹۷ کورنیو ته، چې په ډنډ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .