د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په شیبکوه ولسوالۍ کې د سېلابي لارې جوړولو د پروژې له کار څخه څارنه وکړه
د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست یو تخنیکي ټیم، د شیبکوه ولسوالۍ په دورجو کلي کې د سېلابي لارې جوړولو د پروژې له کار څخه تخنیکي څارنه وکړه او د کار د لا ښه پرمختګ او کیفیت په پام کې نیولو په موخه یې مسئولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
یاده پروژه، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې له بودجې څخه د څلور لکه او پنځوس زره (۴۵۰٫۰۰۰) افغانیو مالي لګښت پلې کېږي، ۱۸۰۰ متره اوږدوالی، ۵ متره پلنوالی، ۳ متره لوړوالی او یو متر ژوروالی لري، چې تر اوسه یې ۹۰ سلنه کار بشپړ شو دی.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسئولینو ویل، د پروژې له بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۲٫۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي شي او د دورجو، کاریزبوکه، دورجوی کلان او جنکزي کلیو اوسېدونکي به د سېلابونو له خطرونو څخه خوندي شي، چې ورسره به د قدرتي پېښو احتمالي زیانونه هم د پام وړ راکم شي.
د سیمې اوسېدونکو د پروژې له پلي کېدو خوښي څرګنده کړه او دا یې د دوی د ستونزو د حل لپاره خورا مهم ګام وباله.
نېټه:۱۴۴۸/۲/۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
