د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۵۱ کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ډارټ موسسې ترمنځ د هوکړه لیک له مخې, د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ, د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې ۴۵۱ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍکې له سروې وروسته د یاد ریاست رییس الحاج مولوي اسدالله وقاص په شتون کې هرې کورنۍ ته ۲۰,۱۲۰ افغانۍ او ۵ تختې کمپلې ووېشل شوې, چې ټولټال ۹,۰۱۴,۱۳۰ (۹ میلیونه, ۱۴ زره او ۱۳۰) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نیټه: ۱۴۴۶/۷/۲۰
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره