د طبیعي پیښو خطرونو د کمولو پروګرامونو ته دې لومړیتوب ورکړل شي
پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال په مشورتي ناسته کي د پیښو خطرونو د کمولو په پروګرامونو باندي د بیړنۍ احتیاطي پیسو مصرفولو پروسیجر پر مسودې ټینګار وکړ.
دغه ناسته د شنبی ورځې د د روان کال دکب ۱۰مې نیټې د مالیې، عدلیې وزارتونو استازو، ریسانو او اړوندو څانګو مسوولینو په ګډون ترسره شوه. مطیع الله صافی پیښو ته د رسیدو په چارو کي د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال د مالیې او عدلیې وزارتونو استازو څخه د بیړنۍ احتیاطي پیسو مصرفولو پروسیجر د مسودې د وروستي کولو غوښتونکی شو.
ښاغلي صافي وویل: پخوا شاهدان وو چې طبیعي پیښو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړوليدي نو ځکه پریږدي د وقایوي پروژو او د پوهاوۍ ورکولو پروګرامونو پلي کول له پیښو څخه راپیښ شویو خطرونو کمولو کې اساسي رول لري.
د ناستي په پای کی مطیع الله صافي د مالیې او عدلیې وزارتونو د استازو څخه د بیړنۍ احتیاطي پیسو مصرفولو پروسیجر مسودې د وروستۍ کولو غوښتونکۍ شو.