د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۴۳ زلزله ځپلو کورنیو ته خوراکي، غیر خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې
د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د خوړو نړیوال سازمان (WFP)، BDN مؤسسې او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ، د دې ولایت په فیروز او نخچیر ولسوالیو کې د وروستۍ زلزلې له امله ۲۴۳ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، د خوړو نړیوال پروګرام له لوري ۱۰۰ کیلو اوړه، ۱۰ لیټره غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال، ۳ کیلو سوپر سریال، ۱.۵ کیلو پلمپي او ۱ کیلو مالګه، د BDN مؤسسې لخوا ۱ تخته کمپله او ۱ تخته ترپال او د کډوالۍ نړیوال سازمان له لوري ۸۵۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره دوه میلیونه او پنځه شپیته زره او پنځه سوه (۲,۰۶۵,۵۰۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۱۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
