د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۹۱ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۹:۴۸
تصویر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ASIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) دی، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په تخنیکي همکارۍ، د دې ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې ۱۰۹۱ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.

په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې له سروې وروسته، هرې کورنۍ ته ۲۹۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې په ټولیز ډول درې میلیونه او یو لک او درې شپېته زره او نه سوه (۳۱۶۳۹۰۰) افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې. 

له مرستو برخه منو کورنیو د دغو مرستو ترلاسه کولو په پار خوښي څرګنده کړه او د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست، د ASIO مؤسسې او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) څخه یې د زیانمنو کورنیو د پر وخت ملاتړ او مرستو له امله مننه او قدرداني وکړه.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۲:۱
Background image

د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴۰ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په درایم ولسوالۍ کې د وچکالۍ له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۱:۵۹
Background image

په سرپل ولایت کې د څښاک د اوبو د څلورو شبکو څېړنه او ارزونه وشوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ماشومانو د ملاتړ دفتر ترمنځ د همکارۍ د هوکړه‌لیک پر بنسټ، د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي همکارۍ، په دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۱:۵۶
Background image

د کابل په ده‌سبز ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو سروې بشپړه شوه

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د وروستیو سختو ورښتونو له امله د ده‌سبز ولسوالۍ په ناوه کلي کې د راوتلي سېلاب په پایله کې د زیانمنو شویو سیمو سروې او ارزونه وکړه.

د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .