د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې
د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په سیوري ولسوالۍ کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۱۰۰ زیانمنو کورنیو ته، تر سروې وروسته خوراکي او غيرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲ بورۍ ۵۰ کیلويي غنم، یو صندوق او څراغ ووېشل شول.
نېټه : ۱۴۴۷/۱۲/۰۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
