د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وروستۍ زلزله له امله ۲۰۲ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۵:۹
تصویر خبر

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د SFL-WFP، UNICEF او د ماشومانو د ملاتړ سازمانونو او موسسو په همکارۍ، ۲۰۲ کورنیو ته چې د یاد ولایت په مزار شریف ښار په بېلابېلو ناحیو او نهرشاهي او دهدادي ولسوالیو کې یې کورونه ویجاړ شوي وو، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ د خپلې اړتیا له مخې مرستې ترلاسه کړې، په دې توګه چې د SFL-WFP له لوري هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۱ کیلو مالګه، ۲ کیلو بسکېټ، ۱۰ لیټره غوړي او ۱۲.۵ کیلو دال او شېدې خوره ماشومانو او امېندواره مېرمنو لرونکو کورنیو ته ۱.۵ کیلو پلمپي او ۳ کیلو سوپر سریال، د ماشومانو د ملاتړ موسسې هرې کورنۍ ته د ژمنۍ البسې یوه بسته، ۵ تختې کمپلې او یوه روغتیایي بسته، همدارنګه، د UNICEF له لوري هرې کورنۍ ۲۵ قلمه اړین توکي لرونکې یوه فامیلي بسته ترلاسه کړه.
د سیمې اوسېدونکو د مرستو د دې وېش هرکلی وکړ او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او یادو سازمانونو څخه قدرداني وکړه. 

نېټه:۱۴۴۷/۵/۲۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .