د بغلان ولایت په دندغوري ولسوالۍ کې اسلاميک ریلیف مؤسسې ۳۰۵ کاریګرو کورنیو ته د کار وسایل ووېشل

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۵:۱۵
news image

 د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اسلاميک ریلیف مؤسسې سره په همکارۍ، د دندغوري ولسوالۍ اړوند کلیو (امرخیل، وردګ، منګل، او ګدایخیل کلیو) کې ۳۰۵ کاریګرو کورنیو ته د کار وسایل ووېشل.
په دې وسایلو کې، بیل، کلنګ، خولۍ، دستکشې، عینکې، جاکټ، او یو جفت بوټونه وو. همدارنګه، کراچۍ، سطل، متر، رسۍ، پمپ، د اوبو سطل، ترموز، او د اوبو بوشکه هم شامل وو.
دغه کاریګر به په یوه شل ورځني دوره کې هغه ویالې چې د وروستیو سېلابونو له امله له خټو ډکې شوې دي، پاکوي. هر کاریګر ته په ورځ کې ۴۰۰ افغانۍ مزد ورکول کېږي چې په مجموع کې هر یو ته ۸۰۰۰ افغانۍ کېږي. د ۳۰۵ کاریګرو لپاره په مجموع کې ۲۴۴۰۰۰۰ افغانۍ وېشل کېږي.
په همدې حال کې، د امرخیل کلي اوسېدونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د اسلاميک ریلیف مؤسسې مسؤلینو څخه د دوی د ستونزو په حل کې د پاملرنې او همکارۍ لپاره مننه وکړه.

۱۴۴۶/۵/۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۴۵
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د وروستیو جګړو له امله ۷۰۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو ته تر سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۱۴
Background image

د بغلان ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې یو کړۍ د وسایطو ضد ماین کشف او خنثی شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ماین پاکی د انسجام او همغږی ریاست له لوري، د 0708606060 بیړنۍ شمیری سره د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ د قشلاق تپه ۲ چاه جنګان کلي د خلکو د اړیکې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۹
Background image

د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول 

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د DRC ماین پاکۍ موسسې د پنځم چټک غبرګون ټیم د یاد ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په کوهک کلي کې ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول خنثی. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .