د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۶ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې
د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت په تشکان ولسوالۍ کې ۹۶ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، یوه بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه او یوه بورۍ ۲۵ کیلویي وریجې ووېشل شوې.
په پای کې د مرستو تر لاسه کوونکو کورنیو د یاد ریاست له مسؤلینو څخه مننه وکړه او د ورته مرستو د دوام غوښتونکي شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
