د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او په آسیا کې د نړۍ ټولنیزو خدمتونو (CWSA) موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په یکه ولنګ نمبر ۲ ولسوالۍ کې ۶۰۰ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲,۵۳۳ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال یو میلیون او پنځه سوه او نوولس زره او اته سوه (۱,۵۱۹,۸۰۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوي وې.
نېټه:۱۴۴۷/۸/۲۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
