د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱۰۰مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۵:۵
news image

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په آسیا کې د نړۍ د ټولنیزو خدمتونو موسسې (CWSA) په ملاتړ، په تېرو دوو ورځو کې په یکاولنګ ولسوالۍ کې ۱۱۰۰ زیانمنو او اړمنو کورنیو ته ژمني نغدي مرستې ووېشلې.
دا مرستې چې د لومړي پړاو په توګه ووېشل شوې، له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د CWSA موسسې ترمنځ د تفاهم نامې له مخې ترسره شوې. چې د هرې کورنۍ لپاره ۲۸۰۴ افغانۍ په پام کې نیول شوې وې او ټولټال ۳،۰۸۴،۴۰۰ (۳ میلیونه ۸۴ زره او ۴۰۰) افغانۍ یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شوې. 
د یادونې وړ ده چې دا کورنۍ به د راتلونکو څلورو نورو میاشتو لپاره هم د یادې موسسې د ژمني نغدي مرستو څخه برخه منې شي.

نېټه:۱۴۴۶/۶/۲۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۳:۲۱
Background image

د کندهار ولایت په لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول 

 د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې، د HALO Trust ماین پاکۍ موسسې د STORM-MDU-01 تخنیکي ټیم د یاد ولایت د لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ په سه توتک کلي کې د روسانو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۳:۶
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۸ کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په شتل ولسوالۍ او مرکز کې ۹۸ مستحقو کورنیو او د عام المنفعه پروژو کارګرانو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۱۱
Background image

د کندهار ولايت په لوړ ميوند ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول 

 د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې، د HALO Trust ماین پاکۍ موسسې د MDU-RMC-02 ټیم د کندهار ولايت لوړ ميوند ولسوالۍ د آسوده کلي په سیمه کې د روسانو د وخت. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .