د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٧٠٣ زیانمونو او اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکشن اېډ نړیوالې موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د مرکز اړوند ٧٠٣ زیانمنونکو او اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته د نغدي پیسو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته په لومړي پړاو کې ٣٠٢٠ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره ٢,١٢٣,٠٦٠ ( ٢ میلیونه، ١٢٣ زره او ٦٠ ) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
د یادونې وړ ده، چې دا مرستې به په راتلونکو درې میاشتو کې هم د یادې موسسې په ملاتړ ووېشل شي.
نېټه: ۱۴۴۶/۱١/١٤ هـ ق
له پېښو د مبارزې آمادګۍ ملي اداره