د باد غیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٦،٧٢٧،٥٠٠ افغانۍ ٢٩٩ کورنیو ته ووېشلې
د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IRC موسسې په مالي ملاتړ، په دره بوم ولسوالۍ کې د وچکالي له امله ٢٩٩ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې دا مرستې د یو هوکړه لیک له مخې چې مخکې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او یادې موسسې ترمنځ د اسلامي امارت د نافذه قوانینو په چوکاټ کې امضاء شوی و، ترسره شوې.
د یادونې ده چې د مرستو په دې لړۍ کې د هرې کورنۍ لپاره ٢٢،٥٠٠ افغانۍ ځانګړې شوې وې چې په مجموع کې ٦،٧٢٧،٥٠٠(٦میلیونه، ٧٢٧ زره او ٥٠٠ ) افغانۍ یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شوې.
نېټه:۱۴۴۶/۶/۲۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره