د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٢٢٥ زیانمنو او بېوزله کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل
د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د طبعي پېښو له امله ٢٥ زیانمنو او ٢٠٠ بېوزله کورنیو ته د یاد ولایت په ازره ولسوالۍ کې خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل.
د یادونې وړ ده، چې په دې لړۍ کې له ٢٥ زیانمنو کورنیو هرې کورنۍ ته ٢٥ کیلو وریجې، ٢ کیلو مُۍ، ٦ پاکټه بیسکویټ، ٢ تختې کمپلې او د یونیسف یوه روغتیایي بسته او له ٢٠٠ بېوزله کورنیو هرې کورنۍ ته د یونیسف یوه روغتیایي بسته ووېشل شوه.
١٤٤٦/٦/٣٠
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره