د بادغیس ولایت په مقر ولسوالۍ کې د ګبیوني دېوال د ترمیم پروژې کار پیل شو

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۱۱
news image

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د لارښوونې له مخې، د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو په موخه، د هېواد په هر ولایت کې د وقایوي پروژو د پلي کېدو لپاره یو میلیون افغانۍ ځانګړې شوې دي. په همدې لړ کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره، له سروې وروسته او د بیړني حالت د تثبیت وروسته، یادې پروژې د هېواد په کچه پلي کوي.
د ګبیوني دېوال د ترمیم دغه پروژه د بادغیس ولایت د مقر ولسوالۍ په دهن توتک سیمه کې، ټولټال د ۷۸۴,۲۰۰ افغانیو په لګښت، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له لوري، د رسمي مراسمو په ترڅ کې د سیمه ییزو چارواکو په شتون سره پرانیستل شوه.
په یادو مراسمو کې د بادغیس محترم والي، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، د اقتصاد رئیس او د ټولګټو رئیس ګډون کړی او پروژه د محترم والي صاحب له لوري د بنسټ ډبرې په ایښودو سره، په رسمي ډول پیل شوه.
د دې پروژې د پلي کېدو موخه دا ده چې له هستوګنېزو سیمو، کرنیزو ځمکو او په ځانګړي ډول د هغه عمومي سړک څخه ساتنه وشي چې بېلابېلې ولسوالۍ د ولایت له مرکز سره نښلوي. دا ګبیوني دېوال به د سېلابونو، د خاورې له ښوېدو او د نورو طبیعي له خطرونو څخه په مخنیوي کې اغېزناک رول ولوبوي او د سیمې د ترانسپورتي اړیکو د پرې کېدو مخه به ونیسي.
سیمه ییزو چارواکو د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د طبیعي پېښو د خطرونو د کمښت، د تګ راتګ د آسانتیا، د بنسټیزو جوړښتونو د پیاوړتیا او د خلکو لپاره د چاپېریالي امنیت د برابرولو په برخه کې د دې پروژې پر اهمیت ټینګار وکړ. هغوی له سیمه ییزو اوسېدونکو څخه هم وغوښتل چې د دې ملي پروژې په ساتنه او پالنه کې جدي همکاري وکړي.
د دهن توتک د ګبیوني دېوال د ترمیم پروژه، د دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ هڅې یو روښانه مثال دی، چې موخه یې د ولسوالیو د بنسټونو پیاوړتیا او د خلکو د ژوند کچې لوړول دي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۱/۰۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۹۸ بېځایه شویو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د UNICEF ،CHA او د GAALO دفترونو په ملاتړ، د دې ولایت په علیشېر ولسوالۍ کې د وروستیو جګړو له امله ۹۹۸ بېځایه شویو کورنیو ته، له سروې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۳۷
Background image

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۷ بېځایه شویو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشلې

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د AWCPO موسسې په تخنیکي همکارۍ او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ، د دې ولایت په میرزکه ولسوالۍ کې ۹۷ کورنیو ته، چې په ډنډ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۷ زیانمنو کورنیو ته د خوراکي او غیری خوراکي توکو مرستې ووېشلی

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت په سیدآباد او جغتو ولسوالیو کې د وروسیتو ورښتونو او سېلابونو له امله ۲۰۷ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې ورسته د خوراکي او. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .