د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۷ زیانمنو کورنیو ته د خوراکي او غیری خوراکي توکو مرستې ووېشلی
د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت په سیدآباد او جغتو ولسوالیو کې د وروسیتو ورښتونو او سېلابونو له امله ۲۰۷ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې ورسته د خوراکي او غیری خوراکي توکو مرستې ووېشلی.
په دې لړی کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۱ بورۍ ٥٠ کیلویي غنم، ۱ عدد د یونیسف روغتیایي کیټ، ۱ عدد صندوق او ۱ څراغ ووېشل شو.
د مرستې د وېشلو په وخت، د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست محترم رئیس، مولوي احمد شاه ذهین له زیانمنو کورنیو سره خواخوږۍ څرګنده کړه او د نورو زیانمنو کورنیو سره یې د مرستو کولو ژمنه وکړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
