د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۶۵ زیانمنو کورنیو، د شهیدانو ورثه او معلولینو ته خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۹:۳۳
news image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله ۱۶۵ زیانمنو کورنیو، د شهیدانو ورثه او معلولینو ته د دې ولایت په دره‌بوم ولسوالۍ کې خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې ۱۳۰ کورنیو ته چې د وچکالۍ له امله زیانمنې شوې وې او ۳۵ کورنیو ته چې د شهیدانو ورثه او معلولین پکې شامل وو. د اړوندې ولسوالۍ د مسؤلینو په شتون کې له سروې وروسته مرستې ووېشل شوې او هرې کورنۍ ته دوه بورۍ ۵۰ ‌کیلويي غنم او ۴ کیلو بوره ووېشل شوه.
د مرستې ترلاسه کوونکو کورنیو د دغې مرستې له امله خوښي څرګنده کړه او د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه یې مننه وکړه، چې په سختو حالاتو کې له زیانمنو کورنیو سره مرسته او همکاري کوي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۰۳ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مرکز په بېلابېلو ناحیو کې د ۲۴ تشنابونو جوړولو د پروژې کار بشپړ کړ او ګټې اخیستنې ته یې وسپارل

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یونیسف سازمان په مالي ملاتړ، د کندهار ولایت د مرکز کندهار ښار په بېلابېلو ناحیو کې د هغو ۲۴ کورنیو لپاره، چې د وروستیو سېلابونو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۱:۵
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ده‌سبز ولسوالۍ کې د دوو کاریزونو پاکولو له کار څخه څارنه وکړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د ده‌سبز ولسوالۍ د کوټو او آبدرې په کلیو کې د دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۰:۵۰
Background image

د غزني ولایت په ولي محمد شهید ولسوالۍ کې د ۵۰۰ متره په اوږدوالي د یوه مانده او سېلابي لارې پاکولو د پروژې کار په بریالیتوب سره بشپړ شو 

 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د ولي محمد شهید ولسوالۍ د علي‌آباد په کلي کې د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .