د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وروستیو ورښتونو له امله زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي او د شهید ورثه ته نغدي مرستې ووېشلې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په قلعه نو, جوند, قادس, بالامرغاب او مقر ولسوالیو کې د وروستیو ورښتونو له امله ۱۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو غنم, ۱ کارټن مګي آش, ۱۲ کیلو مکروني, ۵ تختې کمپلې, ۱ توشکه, ۱ روغتیايي کېټ, ۱ بسته ژمنۍ البسې, ۱۰ جوړه خولۍ او جرابې, د اوبو ۱ سطل او ۲ کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړه توګه ویجاړ شوي وو, یو یو باب خیمه هم ووېشل شوه.
همداراز, د دغو پېښو له امله د یو شهید کورنۍ ته ۲۰,۰۰۰ افغانۍ نغدي پیسې ووېشل شوې.
سربېره پر دې, د کډوالۍ نړیوال سازمان(IOM) هم له درې نورو کورنیو سره مرسته وکړه او یادو کورنیو د پخلنځي توکي, ژمنۍ جامې, کمپلې او پلاستیکي فرش یې ترلاسه کړ.
نیټه: ۱۴۴۶/۹/۰۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره