د بادغیس ولايت په قادس ولسوالۍ کې وقايوي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۹:۴۶
news image

د بادغیس ولايت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ، د ياد ولايت په قادس ولسوالۍ کې څلور مهمې وقايوي پروژې بشپړې او په رسمي توګه يې ګټې اخيستنې ته وسپارلې.

دا پروژې چې وړاندې پرانيستل شوې او عملي چارې يې پيل شوې وې، د تخنيکي پړاوونو او وروستيو ارزونو تر بشپړېدو وروسته اوس په رسمي ډول د سيمې د خلکو په خدمت کې دي. د دې پروژو پلي کول د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو او د عامه زيربناوو او د خلکو د شتمنيو د خونديتوب په برخه کې يو اغېزناک ګام بلل کېږي.

پلې شوې پروژې په لاندې ډول دي:
د عمربیک ها سيمې استنادي دېوال، د ۳۱۷ مترو په اوږدوالي او ۳.۵ مترو په لوړوالي، د عمربیک ها سيمې د کانال حفاظتي استنادي دېوال، د ۱۷۵ مترو په اوږدوالي او ۳.۸ مترو په لوړوالي، د زادصالح سيمې استنادي دېوال، د ۳۳۰ مترو په اوږدوالي او ۱.۹ متر په لوړوالي، د عمربیک ها سيمې د پلچک پروژه، د ۱۵ مترو په اوږدوالي، ۵ مترو په پلنوالي او ۴.۷ مترو په لوړوالي بشپړه شوې دي.

د دې پروژو اساسي موخه د هستوګنيزو سيمو د ويجاړېدو مخنيوی، د کرنيزو ځمکو ساتنه او د موسمي سېلابونو له امله د زيانونو کچه راکمول وو. د پروژو په بشپړېدو سره شاوخوا ۴۷۰ هستوګنيز کورونه او ۱۷۰ جريبه کرنيزه ځمکه د سېلابونو له احتمالي ګواښونو څخه خوندي شوې ده.

نېټه:۱۴۴۷/۹/۱۳ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ورلدویژن مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په بالا. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۷۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د وچکالۍ له امله ۳۷۹ زیانمنو کورنیو ته د یاد ولایت په مرکز کې خوراکي مرستې ووېشلې.

په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته یوه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۰:۲۵
Background image

د بغلان ولایت له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٦٠٠ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت له محترم مقام سره په همغږۍ، ۶۰۰  مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .