د افغانستان د ماین‌پاکۍ پروګرام (MAPA) د ذینفعانو غونډه ترسره شوه

rahyab
جمعه ۱۴۰۴/۲/۱۲ - ۲۰:۳۸
news image

د افغانستان د ماین‌پاکۍ پروګرام (MAPA), له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست (DMAC)، د ماین‌پاکۍ تخنیکي مرکز (MATC)، UNMAS، یوناما (UNAMA)، اجرایي شریکانو او نورو مهمو ذینفعانو د لوړپوړو استازو په شتون کې، د MAPA د کنفرانس په تالار کې غونډه ترسره کړه.
دا غونډه د ماین منع کولو او د اجرا کولو په برخه کې د پرمختګ د تړون په چوکاټ کې د افغانستان د ژمنتیاوو، د ماین‌پاکۍ د روانو او راتلونکو پروګرامونو لپاره د مالي سرچینو برابرولو، د سرچینو راټولو د ستراتیژیو او د ۲۰۲۵–۲۰۲۶ کلونو لپاره د ځمکو د خلاصون د کلني کاري پلان موضوعاتو ته ځانګړې شوې وه.
همدارنګه، اجرایي شریکانو د MAPA په چوکاټ کې د خپلو فعالیتونو، ننګونو او همکاريو په اړه نوي معلومات وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده، چې دغه غونډه د ذینفعانو ترمنځ د دوامداره همکارۍ او شفافو اړیکو پر اهمیت د ټینګار سره د ماین پاکۍ په برخه کې ملي او نړیوالو موخو ته د ژمنتیا لپاره یو اغېزمن ګام ګڼل کېږي.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۰۴ هـ.ق
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .