د اسلامي همکاریو سازمان؛ د بدخشان ۵۰۰ زلزله ځپلو او د طبیعي پېښو زیانمنو کورنیو سره خوراکي مرستې ترسره کوي

rahyab
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۰ - ۱۳:۲۳
News

کابل- د کب ۱۸مه-۱۴۰۱
محترم مولوي شمس الدین حقیار پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د نړیوالو اړیکو رییس، د محترم محمد سعید آل عیاش په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) سفیر او ډاکټر توفیق احمد د دغه سازمان د بشري مرستو د مسوول سره د محترم شفیع الله رحیمي د یاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس او ویاند او محمد منصور امیری د بېړنیو حالاتو د عملیاتو مرکز ریاست سرپرست په شتون کې د بدخشان زلزله ځپلو لپاره د خوراکي مرستو په اړه خبرې وکړې.
په دې غونډه کې ښاغلي آل عیاش په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) رییس د خپلو کړنو په اړه د معلوماتو په وړاندې کولو سره ووېل: دغه سازمان په پام کې لري ترڅو د پېښو له امله ټولو زیانمنو ته مرستې ووېشي او همدارنګه د پېښو مدیریت په برخه کې یې د اړینو وسایلو او اړتیاوو په هکله ژمنه وکړه.
ورته مهال د دغه وزارت د نړیوالو اړیکو رییس د اسلامي همکاریو سازمان د همکاریو څخه د مننې او ستاینې ترڅنګ د بشري مرستو د دوام او د پېښو مدیریت لپاره د تجهیزاتو د پېرېدلو غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې دغه مرستې د ۵۰۰ زلزله ځپلو لپاره د تړون لیک له لارې ترسره کېږي.
تصویر خبرتصویر خبر

تصویر خبر

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۴۵
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د وروستیو جګړو له امله ۷۰۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو ته تر سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۱۴
Background image

د بغلان ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې یو کړۍ د وسایطو ضد ماین کشف او خنثی شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ماین پاکی د انسجام او همغږی ریاست له لوري، د 0708606060 بیړنۍ شمیری سره د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ د قشلاق تپه ۲ چاه جنګان کلي د خلکو د اړیکې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۹
Background image

د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول 

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د DRC ماین پاکۍ موسسې د پنځم چټک غبرګون ټیم د یاد ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په کوهک کلي کې ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول خنثی. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .