دکونړ ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د اور لګیدني له امله ۷۰ زیانمنو شوي کورنیو سره د خوراکې او غیری خوراکې توکو مرسته ترسره شوه
دکونړ ولایت له پېښو سره دمبارزي آمادګۍ ریاست له لوري د کونړ ولایت مرکز اسعدآباد په شمول په مختلفو ولسوالیو کي ۷۰ زیانمنو کورنیو سره چی کورونه یی د اورلګیدنی له امله زیانمن شوي وه د خوراکې اوغیر خوراکې توکو مرستي وکړې چی په کی هر فامیل ته ۵۰ کیلو غنم، ۲۵ کیلو وریجه،یوه جوړه پلاستکي چپلکي،یو عدد دست پاک، یو عدد ترپال اود ۱۰ کیلو ګازو مرسته وشول
زیانمنو کورنیو دیاد ریاست دمرستو او غم شریکۍ څخه مننه وکړه.
نیټه: ۱۴۴۶/۵/۱۷ هــ ق
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره