جمهوررئیس غني پروان ولایت ته په سفر کې د وروستیو سېلابونو زیانمنو سره غمشریکي وکړه

rahyab
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۳ - ۹:۵۸
2

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د پروان ولایت سېلاب ځپلو کورنیو سره د غمشریکۍ په موخه، د دې ولایت مرکز چاریکار ته سفر وکړ.
چاریکار ښار ته د جمهوررئیس او ورسره پلاوي له رسېدو سره سم د پروان والي، اړوندو مسوولینو، مشرانو او د ولایتي شورا غړو یې هرکلی وکړ.
لومړی جمهوررئیس غني په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، یو شمېر وزیرانو، پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر، د جمهوري ریاست عالي مقام سلاکار الماس زاهد، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې رئیس او د پروان والي یې ملتیا کوله، د چاریکار ښار له سېلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه.
وروسته جمهوررئیس او ورسره پلاوي د پروان ولایت د وروستیو سېلابونو د شهیدانو او زیانمونو شویوکورنیو سره وکتل.
په دې کتنه کې د پروان والي فضل الدین عیار د جمهوررئیس او ورسره پلاوي له غمشریکۍ او زیانمنو ته د رسېدنې په برخه کې د جمهوررئیس، د جمهوري ریاست لومړي مرستیال او اړوندو ارګانونو د دوامداره پاملرنې د مننې ترڅنګ وویل، د پروان په وروستیو سېلابونو کې ۱۵۷ تنه شهیدان شوي او ۹۲۷ د استوګنې کورونه په بشپړ او نیمه ډول ویجاړ شوي دي.
هغه د دې په بیانولو سره چې د سېلابونو راوتل دردناکه پېښه او فاجعه وه، په پروان ولایت کې د مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو له همکارۍ چې په چټکۍ یې د زیانمنو د ژغورنې او د شهیدانو د جسدونو رااېستلو په برخه کې همکاري کړې مننه وکړه او د سرپناه د برابرولو او د دغو سېلابونو له امله د ویجاړو شویو ځمکود بیارغاولو په برخه کې یې د مرستو غوښتنه وکړه.
وروسته د پروان ولایتي شورا رئیس امین الله شکوري او د دې ولایت د خلکو په استازیتوب جاوید حنفي خبرې وکړې او د جمهوررئیس او د جمهوري ریاست لومړي مرستیال له غمشریکۍ د مننې ترڅنګ یې د دې ولایت د وروستیو سېلابونو زیانمنو ته د لا زیاتې رسیدګۍ، د امام ابوحنیفه څېړنیز مرکز د ډبرې ایښودو او په دې ولایت کې د یو دارالعلوم د جوړېدو غوښتنه وکړه.
په دې کتنه کې د جمهوري ریاست عالي مقام سلاکار محمد الماس زاهد له اړوندو ادارو د مننې ترڅنګ وویل، په پروان کې د سېلابونو زیانمنو ته د دولت، بین المللي ټولنې او خیر غوښتونکو خلکو مرستې پر وخت رسېدلې دي، خو د زیانمنو اساسي ستونزه د سرپناه نشتوالی دی چې باید د سرپناه جوړېدو لپاره یو مشخص حساب پرانېستل شي.
وروسته د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح خبرې وکړې او زیانمنو ته د تسلیت او غمشریکۍ ترڅنګ یې د جمهوررئیس له مدبرانه زعامت څخه مننه وکړه چې د سېلابونو راوتو په هماغو لومړیو شېبو کې یې صلاحیت ورکړ، ترڅو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر وکولی شي په خلاص لاس پر وخت د هیواد زیانمنو نقطو ته رسېدګي وکړي.
هغه وویل، په پروان کې زېربناوې اساسي موضوع ده چې ګټه یې ټولو خلکو ته رسېږي، د پروان کانال د دې ولایت اقتصادي شاهرګ دی چې د جمهوري ریاست عملیاتي او ملاتړې ادارې یې د پاکولو چارې پیل کړي.
د جمهوررئیس لومړي مرستیال وویل، د اوبو، ډوډۍ او کالیو بیړنۍ مرستې شوي او هغه څه چې لا هم نه دي ترسره شوي سرپنا ده چې دولت له شته پلانونو سره دې برخې ته هم پاملرنه کوي.
جمهوررئیس د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته سېلاب ځپلو کورنیو سره خپله غمشریکي وکړه وې ویل، نن د ټول افغانستان خلک وایي چې موږ د پروان یوو. د پروان درد یوازې د پروان نه، بلکې د افغانستان او هر افغان درد دی.
هغه هیله څرګنده کړه، هماغسې چې پروان په نورو پېښو بریالی شوی دی، له دې پېښې څخه هم په بریالیتوب ووځي.
جمهوررئیس څرګنده کړه: نن مو ولیدل چې زموږ زړور ځواکونه د جوړولو ظرفیت هم لري او پر امنیتي او دفاعي ځواکونو پانګونه جریان لري او لا زیات به پیاوړي شي. همداراز پر قوای کاربه هم پانګونه وشي.
جمهوررئیس پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر څخه مننه وکړه چې ټولو زیانمنو ولایتونو ته یې رسېدنه کړې او د پروان د درد ژورتیا یوه شېبه هم د دې لامل نشوه چې د هیواد په نورو برخو کې یې سېلاب ځپلو ته په رسېدنه کې کوتاهي کړې وي.
جمهوررئیس وویل، مالیې وزارت ته لارښوونه شوې چې پېښو ته د رسېدو بودجې ته پاملرنه وکړي او د جمهوري ریاست عملیاتي اوملاتړې ادارې د پروان کانال د پاکولو لپاره ۹۰ میلیونه افغانۍ وړاندیز کړې دي او دغه اداره د هیواد په ۳۴ ولایتونوکې په چټکۍ عمراني چارې پرمخ وړي.
جمهوررئیس اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه چې د سېلابونو د مدیریت په اړه واضح ارزونه ترسره کړي او په دې برخه کې باید سرتاسري بسیج رامنځته شي.
د هیواد جمهوررئیس د دې په بیانولو سره چې د پروان د اوبو مدیریت او د دې ولایت د ځمکو مدیریت باید په یو اساسي چوکاټ کې ترسره شي وویل، تر راتلونکې یوې اونۍ به ټولې دولتي دستګاوې د وروستیو سېلابونو ارزونه وکړي، ترڅو د یوې منسجمې طرحې له لارې دې برخې ته لا زیاته رسېدګي وشي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۲:۵۲
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د سویس د پراختیا او همکارۍ ادارې له رئیس سره وکتل

نن ورځ د چهارشنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د سویس هېواد د پراختیا او همکارۍ ادارې له رئیس اریک مارکلی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۲:۲۳
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۲۹ کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DRC او د SCI موسسو په مالي همکارۍ، د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د پاکستان د بریدونو له امله بېځایه شویو او د ماینونو او ناچاوده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۳۷
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۵ بېځایه شویو کورنیو ته نغدي مرستې وویشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د  (Save the children) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښوه سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ،. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .