د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په اجباري توګه ٩ راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېټې او د ولایت مقام په همغږۍ، له پاکستان هېواد څخه په اجباري توګه راستنېدونکو ٩ کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ١ بورۍ ٥٠ کیلویي اوړه او له یاد شمېر کورنیو څخه ٥ کورنیو هرې یوې ته ١ عدد د ګاز ډبه او د ډوډۍ پخولو لپاره ١ تبخی ووېشل شو.
نېټه: ١٤٦٦/١١/١ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره