د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یونیسف سازمان په مالي ملاتړ، د یاد ولایت کې د وروستیو ورښتونو له امله ۲۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته یوه فامیلي بسته، ۲ تختې کمپلې او یوه بسته ژمنۍ البسه ووېشل شوه.
نېټه:۱۴۴۶/۹/۱۳
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره