د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ۷ شهیدانو ورثه ته نغدي مرستې ووېشلې
د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, په مرکز فیض آباد او ارګو ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له امله د7 شهیدانو وارثینو ته نغدي مرستې ووېشلې.
دا مرستې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رئیس مولوي محمد اکرم اکبري, د ولایت مقام استازي، قاري محبوبالله انصار او د استخباراتو ریاست استازي مولوي ذبیحالله په شتون کې ترسره شوې. له یادو شهیدانو څخه ۵ تنه د مرکز او ۲ تنه د ارګو ولسوالۍاوسېدونکي وو، چې په ۱۴۰۳ کال کې د طبیعي پېښو له امله شهیدان شوي وو.
د هر شهید وارث ته ۴۰,۰۰۰ (څلوېشت زره) افغانۍ ووېشل شوې، چې په مجموع کې ۲۸۰,۰۰۰(دوه سوه اتیا زره) افغانۍ کېږي.
نیټه: ۱۴۴۶/۶/۲۰
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره