۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترسره شوې

بغلان- د غویي ۳۱مه-۱۴۰۳
د بغلان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د هلو ټرسټ موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت برکه، پلخمري او دهنه غوري ولسوالیو اړوند ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۴ کیلو وریجې، ۱۴ کیلو غوړي، ۵۰ کیلو بوره او یو شمېر نور اړین توکي ووېشل شول.