په بغلان ولایت کې ۲۱۷۸ بېوزله کورنیو خوراکي مرستې ترلاسه کړې

بغلان- د چنګاښ ۱۱مه-۱۴۰۱
د بغلان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د مولوي شرف الدین مسلم پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال په لارښوونې سره، د یاد ولایت په جلګه او برکه ولسوالیو کې ۲۱۷۸ بېوزله کورنیو ته چې په یاد شمېر کې ۲۴۹ کورنۍ شهدا او معیوبینې وې، له سروې وروسته هرې کورنۍ ته ۱ بورۍ وریجې ووېشلې.
