200 اړمنو کورنیو په پکتیا ولایت کې د البسې کېټونه ترلاسه کړل
پکتیا- د غوایي-16مه-1402
د IRC موسسې د پکتیا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي, د یاد ولایت سید کرم ولسوالۍ اړوند 200 اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته د البسې کېټونه ووېشل.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته د البسې یو کېټ چې 3 تختې کمپلې, دوه نارینه او ښځینه څادرونه, نارینه او ښځینه بوټان, جاکټونه او جورابې په کې شامل وو, ووېشل شول.
