۹۵ زیانمنو کورنیو په کونړ ولایت کې خوراکي مرستې ترلاسه کړې

کونړ- د کب ۲۸مه-۱۴۰۲
د WFP موسسې د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت اړوند ۹۵ کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۱۸.۲ لیټره غوړي، ۲۵ کیلو دالنخود، ۲ کیلو مالګه او ۲.۱ کیلو بسکېټ ووېشل شول.