۸ زیانمنو کورنیو په ننګرهار ولایت کې خوراکي مرستې ترلاسه کړې
ننګرهار- د چنګاښ ۱۶-۱۴۰۳
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د WFP موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت بېلا بېلو ولسوالیو اړوند ۸ کورنیو ته چې د اورلګېدنې له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۲۰ لیټره غوړي، ۲۵ کیلو دالنخود، بسکېټ او ۲ کیلو مالګه ووېشل شوه.